تازه خبرونه
پاکستان افغانستان ته د مرسته شویو هندي غنمو د رسولو نېټه وغزوله
پاکستان پرېکړه کړې، چې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږدولو لپاره هند ته دوه میاشتې نور هم وخت غزولی دی.
د یکشنبې پر ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دفتر ویاند ویلي، چې په افغانستان کې یې د بشري بحران د حل په موخه دغه پرېکړه کړې ده.
هند له پاکستان څخه د واګه له لارې افغانستان ته د ۵۰ زره مټریک ټنو غنمو او درملو د لېږدولو غوښتنه کړې وه.
پاکستان د تېر کال په نومبر میاشت کې د هند غوښتنه ومنله، چې د اړوند مرستو څه نا څه دوه ټولګې د سړک له لارې افغانستان ته راولېږدول شوې دي.
