سوداگري
پاکستان افغانستان ته د هند د مرسته شویو غنمو د وړيا لېږد اجازه ورکړه
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر څرګنده کړې؛ د افغانستان هغه ګاډي، چې د هند مرسته شوي غنم د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدوي؛ کولی شي په وړیا توګه تګ راتګ وکړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې، چې اسلام آباد د بشري وجوهاتو له مخې له هند څخه افغانستان ته د غنمو د لېږد لپاره چمتووالی بشپړ کړی او د دغه هېواد د ګمرک ادارې ته یې لارښوونه کړې، چې له ستونزو پرته یې رسمي کارونه تر سره کړي.
د راپور له مخې؛ ۶۰ موټرو ته به اجازه ورکړ شي، چې له افغانستان څخه لاهور ته د واګې بندر او له هغه ځایه د هند تر عطاري پورې د هند له چارواکو څخه د غنمو لومړۍ جوپه رابار کړي.
د ګمرک يوه لوړ پوړي چارواکي اړوند سرچینې ته څرګنده کړې؛ د حکومت د پرېکړې له مخې، مونږ به د عطاري په پوله کې له هند څخه د غنمو د رابارولو لپاره له افغان چارواکو څخه کوم محصول، ټکس او ماليه ونه اخلو.
د هند حکومت له یوه افغان لوژستیکي شرکت سره هوکړه کړی، چې کولی شي د تورخم له لارې تشې لارۍ لاهور ته ولېږدوي. د راپورونو له مخې، په تورخم کې به پاکستان ته له ننوتو سره سم چارواکي د موټرو کلکه امنیتي پلټنه وکړي.
د راپورونو له مخې؛ په عطاري کې به هندي چارواکي له خپلو موټرو څخه د غنمو د بارولو آسانتیاوې برابروي. بیا افغان ګاډي واګه پولې ته ستنیږي او له پوره امنیتي پلټنې وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته ستنیږي.
ټاکل شوې، چې دا بهیر د کب پر درېیمه د فبرورۍ پر ۲۲ پیل او یوه میاشت به روان وي، چې شاوخوا پنځوس زره ټنه غنم به افغانستان ته ولېږدول شي.