تازه خبرونه
پاکستان افغانو ته د زدکړې ۱۰۰۰ بورسونه چمتو کړي
پاکستان د افغان زدکوونکیو لپاره د زدکړې د ۱۰۰۰ بورسونو د چمتو کېدو ډاډ څرګند کړی دی.
په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، چې دغه بورسونه په بېلابېلو برخو کې د لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا زدکوونکیو لپاره چمتو شوي دي.
د وړتیاوو د پرګوته کولو لپاره په لومړي پړاو آزموینه کې له کندهار، ننګرهار، کابل او هرات څخه پخپله خوښه رادانګونکیو ۲۲۰۰۰ کسانو ګډون کړی دی.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي؛ پاکستان په ښوونیزه برخه کې له افغانستان سره ډېره مرسته کړې. په ځانګړي توګه د لوړو زدکړو په برخه کې. مونږ غواړو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې پیاوړې کړو.
له ۱۰۰۰ بورسونو څخه ۱۰۰ یې نجونو ته ځانګړي شوي دي.
د علامه اقبال لاهوري د بورسونو مشر جهان زیب خان ویلي: د پاکستان حکومت له ۲۰۱۰ زېږدیز کال راپدیخوا ۶۰۰۰ افغان زدکوونکیو ته بورسونه چمتو کړي دي. ۲۵۰۰ کسانو ترې په بېلابېلو برخو کې خپلې زدکړې بشپړې کړي او د افغانستان په بېلابېلو ادارو کې خپل چوپړ تر سره کوي.
دا بورسونه د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د زدکوونکیو لپاره هم دي.
د راپورونو له مخې؛ دمګړۍ په پاکستان کې له ۵۰۰۰ ډېر افغان زدکوونکي زدکړې کوي.