سوداگري

پاکستان افغان چارواکو ته ۳۶۰۰ ټنه د غنمو تخم وسپاره

Published

on

پاکستان د دوشنبې پر ورځ افغان چارواکو ته په تورخم کې ۳۶۰۰ مټریک ټنه د غنمو تخم وسپارله.

په افغانستان کې د پاکستان استازي منصور احمد خان د تورخم پر پوله د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال مولانا فضل الباري فضلي ته ۲۸ لارۍ بار وړونکي توکي وسپارل.

منصور احمد خان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان حکومت له افغان حکومت او خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې همکاري کوي.

هغه زیاته کړې، پاکستان له افغانستان سره د ورورګلوۍ اړيکې لري او له افغان حکومت سره د خوراکي توکو، درملو، تعليم او طبي مرستو په برخه کې بشپړه همکاري لري.

نوموړي څرګنده کړې؛ د دواړو حکومتونو ترمنځ خبرې روانې دي، چې افغان ناروغانو ته د پولې په اوږدو کې د درملنې بېړنۍ آسانتياوې برابرې کړي.

دغه راز د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان ټویټ کړی، چې هېواد یې پر طبي مرستوسربېره غواړي درې داسې لوی روغتونونه جوړ کړي، چې افغانان په خپل هېژواد کې دننه له غوره روغتیایي امکاناتو برخمن شي.

په افغانستان کې د پاکستان سفير منصور احمد خان ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د چټکتيا او آسانتياوو لپاره هم ګامونه پورته شوي؛ خو په افغانستان کې د ځينو حالاتو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه اغېزمنه شوې ده.

د سوداګرۍ د ودې او د سوداګرو د ستونزو د اوارولو لپاره اسلام آباد او کابل غواړي، چې شته لویې لارې بیا ورغوي او د سوداګرۍ لپاره جلا لارې جوړې کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان به له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپلې همکارۍ روانې وساتي.

پاکستان په داسې حال کې له افغانستان سره له مرستې خبر ورکوي، چې تېره شنبه د هند د مرسته شویو ۵۰ زره تنه غنمو د رالېږدولو بهیر له مخې ننګرهار ته د یادو مرستو لومړۍ ټولګه راورسېده.

Trending

Exit mobile version