تازه خبرونه
پاکستان اوس هم د سولي په خبرو کي رښتنى نه دى-جنرال عبدالرازق
د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرازق اڅکزيله آريانا نيوز سره په يوه ځانگړېمرکه کې وويل؛ پاکستان دوه مخى سياست پر مخ بيايي، چي له يوېخوا د سولېپه خبروکې پرخپلې همکارۍ ټينگار کوي او له بلېخوا له کندهار سره پرگډه پوله هره ورځ نوي فعاليتونه ښیي او د افغان امنيتي ځواکونو پهوړاندي يېجگړه توده ساتلېده.
هغه زیاتوي،پاکستان؛ځکه طالبان په څو ډلو ووېشل، چي د سولي په خبرو کي خنډ راشي او دویځان خپلو موخو ته ورسوي.
د هغه په وینا؛ پاکستان اوس هم په خبرو كې رښتينى نه دى .
که څه هم په افغانستان کې د سولې خبرې د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو د استازیو په گډون پرمخ وړل کيږي؛ خو د كندهار د امنيه قومندان په وینا، چې پاكستان د طالبانو له ملاتړه لاس وانه خلي؛ په هېواد كې سوله ناشونې ده.
خبریال: بريالي رحيمي.