تازه خبرونه
پاکستان او ایران دې له افغان کډوالو سره نړیوال قوانین، اسلامي او انساني ارزښتونه په پام کې ونیسي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا مهال په پاکستان کې افغان کډوال له کورونو، هټیو او بازارونو څخه په غیر قانوني ډول نیول کېږي او زندانونو ته له وړلو وروسته جبري ایستل کېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په خواشينۍ، چې «له افغان کډوالو سره زور زیاتی کېږي، د هغوی شتمني لوټل کیږي او د کورونو اسباب ترېنه ایسارېږي، چې دا د هر ډول اسلامي او انساني اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.»
اسلامي امارت د پاکستان او ایران له اسلامي جمهوریتونو څخه غواړو، چې له کډوالو سره په چلند کې ښه ګاونډيتوب، اسلامي او انساني ارزښتونه او نړیوال قوانین رعایت کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا مهال په پاکستان کې افغان کډوال له کورونو، هټیو او بازارونو څخه په غیر قانوني ډول نیول کېږي او زندانونو ته له وړلو وروسته جبري ایستل کېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا وزارت د پاکستان له اسلامي جمهوریت څخه توقع لري، چې د افغان کډوالو پر وړاندې پیل شوی تاوتریخوالی او ناوړه چلند پای ته ورسوي او کډوال دې د خپلو سیاسي موخو لپاره د ابزارو په توګه نهکاروي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ ټولو کډوالو ته دې اجازه ورکړ شي، چې خپله شتمني، مالونه او د کور اسباب له ځانه سره خپل هېواد ته را ولېږدوي.
دغه راز دې وزارت له نړیوالو بنسټونو او مرستندویه ادارو څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي او له هغوی سره دې په افغانستان کې بېړنۍ مرستې ترسره کړي.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ باید اجازه ور نه کړ شي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو پر مهال هغوی له ظلم، جبر او تاوتریخوالي سره مخ شي.
همدارنګه «له افغان شتمنو او پانګوالو هم هیله شوې، چې د پخوا په څېر یو ځل بیا د خپل اسلامي او انساني احساس او ورورګلوۍ له مخې له افغان کډوالو سره مرستې وکړي؛ عام افغانان دې، پر ورین تندي د خپلو کډوالو وروڼو او خویندو هرکلی وکړي او هر څه، چې په واک او وس کې لري، له هغو دې نه سپموي.»
ویل کیږي، چې د افغانستان اسلامي امارت د جبري راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره چمتووالی پیل کړی؛ خو له هغو سره د ګاونډ هېوادونو ناوړه چلند د منلو او زغم وړ نهبولي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days agoد امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
-
لوبی5 days agoافغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
-
تازه خبرونه3 days agoپه واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
نړۍ4 days agoیا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ

