تازه خبرونه
پاکستان او ایران د افغانستان د سولې پر بهیر او دوه اړخیزو اړیکو وغږېدل
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن (د لړم ۲۲) د ایران له بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه ده او په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې به نوي فرصتونه رامنځته کړي.
جواد ظریف، چې پاکستان ته په دوه ورځني سفر تلی؛ پرون یې له لومړي وزیر عمران خان او نورو چارواکو سره وکتل.
د هغه د لیدنې موخه د دوه اړخیزو اړیکو ښه کول او پیاوړي کول دي.
د غونډې په بهیر کې عمران خان یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ او واک د سولې له بهیر ملاتړ وکړ.
عمران خان زیاته کړې: پاکستان د افغانانو په مشرۍ او واک د سولې له بهیر ملاتړ کوي او افغانان باید له دې تاریخي فرصته ګټه پورته کړي، چې سیاسي حل ته زمینه برابره کړي.
ظریف په یوه تویت کې څرګنده کړې: د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او لوی درستيز جنرال جاوید قمر باجوه سره د لیدنې پر مهال د اسلام ضد تعصب په ګډون پر سیمه ییزو او نړیوالو مسلو هوکړه شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ظریف ته ویلي، چې په افغانستان کې سوله د سیمې د ثبات لپاره ژوند بښونکې ده.
نوموړي زیاته کړې: اوس هغه وخت رارسیدلی، چې افغان همکاران له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته او دایمي سولې ته ورسیږي.
د غونډې په بهیر کې دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې او ثبات هڅو ته پر هر اړخیزې اړتیا ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملي پخلاینې عالي شورا له مشسر عبدالله عبدالله سره وکتل او د افغانانو په مشرۍ او واک یې د سولې له بهیره ملاتړ څرګند کړ.