تازه خبرونه
پاکستان او روسیه به د اسلامي امارت د کړنو ارزونه وکړي
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري پر دوه ورځني رسمي سفر د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی.
د پاکستان د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې؛ زرداري به د دوشنبې پر ورځ په مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وویني او خبرې به یې د افغانستان پر حالاتو راوڅرخیږي.
پاکستانيو رسنیو د رسمي سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ پاکستان او روسیه به نه یوازې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره پر نړیوالو ژمنو او له خپلې خاورې د ترهګرو ډلو د فعالیت پر مخنیوي خبرې وکړي، بلکې د اسلامي امارت پر پرمختګونو به هم بیاکتنه وکړي.
د تریبیون د راپور له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري به په مسکو کې د دوشنبې پر ورځ له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وګوري او د دوی د اجنډا یوه اړینه موضوع به افغانستان وي.
زرداري د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه مسکو ته لومړنی سفر کوي. نوموړی اندېښمن دی، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسلوالې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تویت کړی، چې دواړه وزیران به له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان، سوریې او اوکراین د وضعیت په ګډون پر یو شمېر سیمه ییزو موضوعاتو خبرې وکړي.