تازه خبرونه

پاکستان او چین په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې پر ورځ (د تلې څلیریشتمه) د پاکستان او چین د لومړيو وزیرانو شهباز شریف او لي چیانګ ګډه غوښتنه خپره کړې ده.

Published

on

د پاکستان او چین مشرانو له اسلامي امارت ګډه غوښتنه کړې، چې نه یوازې منځلارې تګلاره غوره او ټولګډونه حکومت جوړ کړي، بلکې د ترورېزم پر وړاندې د اغېزمنې او ډاډمنې مبارزې پر اړتیا هم ټینګار وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې پر ورځ (د تلې څلیریشتمه) د پاکستان او چین د لومړيو وزیرانو شهباز شریف او لي چیانګ ګډه غوښتنه خپره کړې ده.

د چین لومړی وزیر، چې د شانګهای همکاریو ټولنې په غونډه کې د ګډون لپاره پر څلور ورځني سفر اسلام‌آباد ته تللی؛ له شهباز شریف سره یې په یوه ګډه غوښتنه کې د ګاونډ هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د کارولو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار څرګند کړ.

پاکستان پر اسلامي امارت تور لګوي، چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د پاکستان له مخالفو ډلو ملاتړ کوي.

پاکستان دا هم ويلي، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي او له هغه ځایه خپل بریدونه پلانوي.

اسلام‌آباد په پاکستان کې پر چینایي وګړو شوي بریدونه هم له افغانستان څخه انګیري؛ خو اسلامي امارت بیا پاکستان تورنوي، چې له داعش ډلې ملاتړ کوي.

شریف او چیانګ په دوه اړخیزو او څو اړخیزو کچو کې د تروریزم پر ضد د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د افغانستان له چارسمبالي حکومت څخه یې غوښتي، چې د فعالو تروریستي ډلو د له منځه وړلو لپاره کوټلي او د تائید وړ ګامونه پورته کړي.

د پاکستان او چین ولسمشرانو د افغانستان د حالاتو په اړه د اړیکو او همغږۍ د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی او د اسلامي امارت د هڅولو لپاره یې د نړیوالې ټولنې د همغږو هڅو داسې غوښتنه یې کړې، چې یو ټولګډونه سیاسي چوکاټ رامنځته او منځلارې پالیسي پلې کړي.

ویل کیږي، چې دواړو هېوادونو د افغانستان له ودې او پراختیا هم ملاتړ وکړ او ژمنه وشوه، چې په نړیواله ټولنه کې یې د ادغام په اړه رغنده رول ولوبوي.

Trending

Exit mobile version