تازه خبرونه

پاکستان باید د افغان کډوالو په اړه په‌خپلو ژمنو عمل وکړي – امریکا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۷, ۱۴۰۲)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال له پاکستان غوښتي، چې د افغان کډوالو په برخه کې په‌خپلو ژمنو عمل وکړي.

ویدانت پتل د سې‌شنبې پر ورځ ( د لړم ۱۶) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې پاکستان دې د افغان کډوالو د نه ستنولو اصولو ته درناوی وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان او افغانستان له نورو ګاونډ هېوادونو څخه هغو افغانانو ته، چې د نړیوالو ملاتړ غواړي؛ خپلو هېوادونو ته د ننوتو اجازه ورکړي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ويلي، یوازې د لړم له لسمې تر دیارلسمې پورې د تورخم او سپین بولدک له پولو څه باندې ۲۰ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، په سلو کې ۶۰ یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو دې ټولنې د خپلې وروستۍ ارزونې پر بنسټ له پاکستان څخه د شړل شویو کډوالو وضعیت خواشینوونکی یاد کړی دی.

دې بنسټ د سې‌شنبې پر ورځ په ایکس پانه کې لیکلي، چې ډېريو افغان مهاجرینو ځو ورځني سفرونه کړي او نه پوهیږي، چې چېرته واړوي.

دغه راز زیاتوي؛ هغو مهاجرینو ته، چې په بندر کې پاتې دي د مرستو لپاره بودجې ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د نومبر پر لومړۍ نېټه د بې اسنادو پناه غوښتونکیو نيول او شړل پيل کړل، چې ۱.۷ میلیون افغان کډوال اغېزمنوي.

په تېره یوه اوونۍ کې لسګونه زره افغان کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د بشري حقونو او د پناه غوښتونکیو د ملاتړو نړیوالو بنسټونو له فشارونو سره – سره پاکستان د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو له پرېکړې شاته شوی نه‌دی.

Trending

Exit mobile version