د اسلامي امارت ویاند پاکستان ته د وروستیو هوايي بریدونو په اړه د پوځي ځواب خبرداری ورکړی او وایي، چې د اسلامآباد ځانګړې پوځي کړۍ د ملکي افغانانو کورونه بمبارډوي او هم په پاکستان کې له داعش وسلوالو ملاتړ کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له العربیه سره په مرکه کې ویلي، چې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې شوي بریدونه «بېشرمه کړنه» ده او وایي، «پاکستان باید ځواب ترلاسه کړي.»
هغه دا هم ویلي، چې د غچ اخیستنې د کړنې جزییات محرم دي.
هغه زیاته کړې؛ په ننګرهار کې د ۲۲ کسیزې کورنۍ کور پر نښه شوی، چې ۱۷ کسانو په کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان دي. په پکتیکا کې هم د ماشومانو یوه مدرسه بمبارډ شوې، چې له کبله یې یو ماشوم ټپي دی او څو ودانۍ زیانمنې شوې دي.
هغه ټینګار کړی: په بمبارډ شویو ملکي سیمو کې « هیڅ وسلوال کسان نهول؛ یوازې ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.»
مجاهد ویلي؛ د پاکستان پوځیانو د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ځینو برخو کې د داعش عناصرو ته پناه ورکړې او څرګندوي، چې ځینې یې د افغانستان دننه د بریدونو لپاره هم کارول شوي دي.
هغه وایي؛ د افغانستان په قلمرو کې د اسلامي امارت له عملیاتو وروسته داعش «له منځه وړل شوې» دی.
هغه همداراز د اسلامآباد په اړه ویلي، چې په سیمه کې بېثباتي او ناامني رامنځته کوي.
هغه په دې اړه زیاته کړې: «مونږ باور لرو، چې د پاکستان دننه یوې ځانګړې پوځي کړۍ ته د سیمې د بېثباته کولو دنده سپارل شوې ده.»
په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې چټکې خړې پړې شوې دي. پاکستان پر کابل تور پورې کوي، چې د وسلوالو بریدونو په مهارولو کې پاتې راغلی؛ خو افغان چارواکو ویلي، چې د پاکستان ستونزې کورنۍ دي او له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري.
د سوداګرۍ لپاره مهمې دروازې هم تر ډېره له میاشتو راپدېخوا تړلې پاتې شوې دي.
ذبیحالله مجاهد له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو وغوښتل؛ پر پاکستان دې فشار راوړي، چې خپله تګلاره بدله کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی.
هغه وایي: « مونږ غواړو؛ ټول هېوادونه دې په افغانستان کې د رامنځته شوي امنیت او ثبات ملاتړ وکړي او د پیاوړتیا لپاره یې باید مرستې ترسره کړي، چې وکولی شوو سیمه د تلپاتې ثبات پر لوري بوځو.»
هغه زیاته کړې: « مونږ غواړو سیمهییز او اسلامي هېوادونه خپل مسوولیت درک کړي او پاکستان وهڅوي، چې خپله تګلاره بدله کړي. هېوادونه باید خپل نفوذ وکاروي، چې د دې ډول پېښو د بیا تکرار مخه ونیول شي.»
سره له دې ترینګلتیاوو ذبیحالله مجاهد افغانستان او پاکستان دوه ډېر نږدې ګاونډیان وباله، چې ډېرې ګډې ګټې لري؛ خو څرګندوي، چې «اسلامآباد دې د کابل له ملامتولو پرته خپلې امنیتي ستونزې حل کړي.»