تازه خبرونه
پاکستان بلوچستان میشتو افغانانو ته د وتلو ګواښ وکړ
د پاکستان بلوچستان ایالت پولیسو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې له دغه ایالت څخه په خپله خوښه ووځي.
پولیسو ویلي، چې که دغه کډوال په ځايي وخت د سې شنبې پر ورځ سهار اته بجې د بلوچستان له څنډو او کلیو ونهوځي؛ جبري به وویستل شي.
هغه کډوال افغانان، چې د افغان تابعیت او د راجسټریشن کارتونه لري هم په دې خبرتیا کې شامل دي.
که څه هم د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې هغه کډوال به له پاکستان څخه ونهایستل شي، چې د افغان تابعیت کارتونه او د راجستریشن سندونه ولري؛ خو اوس د بلوچستان ایالت چارواکي وايي، چې قانوني کډوال به هم ایستل کېږي.
له دې مخکې اسلامآباد افغان کډوالو ته د دوشنبې پر ورځ ( د وري اتویشتمه / د اپریل پېنځلسمه ) ضرب الاجل ټاکلی و او دا یې د افغان کډوالو د جبري اخراج دوهیم پړاو ونوماوه.
چارواکو ویلي، چې دا پړاو پر شاوخوا ۸۵۰ زره افغانانو، چې ډېر یې له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کوي؛ د پلي کېدو وړ دی.
د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کوي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې له نیم میلیون ډېر کسان له پاکستان څخه ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.