تازه خبرونه

پاکستان بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري – خلیلزاد

خلیلزاد ټینګار کړی چې پاکستان بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري.

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان واکمن جوړښت د روان ناورین علت یاد کړی دی.

خلیلزاد ټینګار کړی، چې پاکستان بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري.

هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې پاکستان اوس هم له سیاسي، اقتصادي او امنیتي ناورینونو سره مخ دی، چې د حل لپاره یې بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا ده.

خلیلزاد دا دټینګار هم کړی، چې د پاکستان حکومت باید دا بنسټیز اصلاحات د عمران خان له خوشې کیدو سره پیل کړي.

هغه ویلي، چې د عمران خان ګوند، پي ټي آی، باید خبرې اترې وکړي او د پاکستان لپاره د یوې لارې نقشې په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.

هغه دا هم ویلي، چې د آزادو او عادلانه ټاکنو لپاره باید یو مهالوېش وټاکل شي.

خلیلزاد ویلي، چې اسلام‌آباد د حقوقي جګړې څخه ناسم کار اخلي؛ د سیاسي موخو لپاره له قضايي سیسټم څخه ناوړه ګټه پورته کوي او غواړي عمران خان په زندان کې وساتي. اوس په پاکستان کې د بدلون وخت دی او د پاکستان خلک هم دا غواړي او مستحق یې دي.

هغه له دې مخکې هم په پاکستان کې پراخو لاریونونو، د ناامنۍ زیاتوالي، د وسلوالو بریدونو او سیاسي او مالي ناورین ته په نغوته(اشاره) کې ویلي وه: “په پاکستان کې د بې ثباتۍ زیاتوالی به یوازې د ترهګرۍ ستونزه نوره هم پراخه کړي.”

دغه راز نوموړي پاکستان د امریکا د بندیزونو مستحق ګڼلی و.

Trending

Exit mobile version