تازه خبرونه

پاکستان به اسلامي امارت له سیمه ییزې اجماع وروسته پر رسمیت وپېژني

Published

on

د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو موضوع د پنجشنبې پر ورځ هغه مهال مطرح شوه، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ورته له ډيپلوماټیک رسمي مشروعیت ورکولو پرته د اړیکو ټینګولو رای ورکړه.

د دې شورا له پېنځلس غړیو څخه څوارلسو یې دې پرېکړه لیک ته رای ورکړه؛ خو روسیې ممتنع رای وکاروله. چین او پاکستان د افغانستان له نوي حکومت په اړه د نړیوالو له نرمښته د ملاتړ ترڅنګ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې له بشري وضعیت سره د مبارزې لپاره لا ډېر نرمښت ته اړتیا لیدل کېږي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم څرګنده کړې:  که اجماع رامنځته شي مونږ به دا کار وکړو. د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو د سیمې د هېوادونو پاملرنې او انعطاف ته اړتیا لیدل کېږي.

داسې ښکاري، چې د افغانستان د ګاونډ او سیمې هېوادونو ترمنځ د نظر یووالی او اجماع نشته. 

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازي ويلي؛ تر هغې، چې د افغانستان نوي حاکمان د نړۍ غوښتنو ته مثبت ځواب و نه وايي، مشروعیت به ترلاسه نکړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقي وايي؛ د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د امنیت، جغرافیې او د خلکو د ملاتړ لرل شرط دي، چې له درې واړو شرطونه برخمن شوي یوو او د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې هم کار روان دی.

په افغانستان کې پر ګاونډ هېوادونو سربېره د نږدې شل هېوادونو سفارتونونه په کابل کې فعال دي؛ خو د افغانستان د نوي حکومت د پر رسمیت پېژندلو لپاره ځانونه سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته اړ بولي.

Trending

Exit mobile version