تازه خبرونه

پاکستان به د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د سرمشریزې کوربتوب وکړي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۹, ۱۴۰۰)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، اسلام آباد د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ځانګړې غونډې کوربتوب ته چمتووالی ښودلی دی.

د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ قریشي پرون (دوشنبه د لیندۍ ۸) په یوه بیان کې د سعودي عربستان له دې وړاندیز تود هرکلی وکړ، چې د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د بېړنۍ غونډې د جوړولو لپاره دې د افغانستان وضعیت وڅېړل شي، چې له دې هېواد سره مرسته وکړي.

هغه ډاډ څرګند کړی، چې نور غړي هېوادونه به د روان کال د ډسمبر پر ۱۷ په اسلام آباد کې د دې ټولنې ځانګړې غونډه له ترسره کولو هم ملاتړ وکړي.

قریشي زیاته کړې؛ افغانستان د اسلامي همکاریو د سازمان له بنسټیزو غړیو څخه دی او مونږ د اسلامي امت د یوې برخې په توګه د افغانستان له خلکو سره د ورورګلوۍ اړیکې لرو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې افغانستان له جدي بشري ناورین سره مخ دی.

هغه وایي: افغانستان دا مهال له يوه جدي بشري ناورين سره مخ دى؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون ميليونونه افغانان د خوراکي توکو، درملو او د ژوند د نورو اړتيا وړ توکو د نشتوالي له کبله له مبهم حالت سره مخ دي او د ژمي موسم دغه بشري ناورين نور هم چټک کړى دى.

هغه یادونه کړې، چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو لومړۍ ځانګړې غونډه د ١٩٨٠ زېږدیز کال پر جنورۍ په اسلام آباد کې جوړه شوې وه او تمه ده، چې پاکستان به په راتلونکې مياشت کې بيا له افغان ولس سره د پيوستون او ملاتړ په موخه په اسلام آباد کې یوه غونډه جوړه کړي.

Trending

Exit mobile version