تازه خبرونه

پاکستان بیا افغانستان ته د خبرو پیلولو ډاډ ورکړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پاکستان، افغانستان ته ډاډ ورکړی، چې له طالبانو سره د سولې خبرې به ” په یوه میاشت کې ” له سره پیل شي.

د دغه هېواد چارواکي هیله ښيي، چې دا ځل به د سولې بهیر بریالی  پیل شي.

د افغان کډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي اسلام آباد ته تللی و، هغه د نورو پاکستانيو چارواکو سره په خبرو کې د پاکستان د بهرنیو اړیکو د مشر سرتاج عزیز سره هم ولیدل.

په ملي امنیت او بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ته ډاډ ورکړی، چې د خبرو دا بهیر به په یوه میاشت کې پیل او له دې سره درې میلیون افغان کډوال، چې اوس په پاکستان کې میشت دي؛ بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

دا خبرې داسې مهال بیا راپورته شوې، چې له یوې خوا د حزب او حکومت د سولې خبرو د دوه یم پړاو لیدنې پیل شوي؛ خو له بلې خوا طالبانو د خپلو نویو عملیاتو له پیل خبر ورکړی، چېتېره اوونۍ یې په کابل کې شاوخوا اویا تنه ووژل او سلګونه نور ژوبل شول؛ خو ولسمشر غني د دې پېښې په غبرگون کې هماغه ورځ وويل، جگړه يې لومړيتوب دی او د سولې په اړه به وروسته غور کېږي.

د یادونې ړ ده، چې تېره ورځ ولسمشرۍ په روانه اوونۍ کې د هېواد د امنیتي او سیاسي حالاتو په اړه د ملي شورا له دواړو جرګو سره د ګډې ناستې خبر هم ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version