سوداگري

پاکستان بیا د افغانستان د شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۹, ۱۴۰۱)

پاکستان د جمعې پر ورځ یو ځل بیا له امریکا وغوښتل؛ د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې پر مشروط بڼه خوشې کړي، چې اسلامي امارت دغه پیسې د اقتصادي او بشري بحرانونو د مرستې لپاره وکاروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، په امریکا کې بندې شتمنۍ باید په داسې طریقه خوشې شي، چې چارسمبالو چارواکو ته د دې پیسو کارول آسانه کړي.

دا خبرې له هغې وروسته راپورته شوې، چې تېره اوونۍ امریکايي چارواکو د افغانستان د بهرنیو زېرمو د خوشې کولو څخه یو ځل بیا پرشا شول او وایي، چې په کابل کې د القاعدې د مشر له وژل کېدو وروسته ښايي دغه پیسې د ترهګرو لاس ته ولوېږي.

ولسمشر جو بایدن تېر کال هغه مهال د افغانستان دغه ۷ میلیارد دالر کنګل کړل، چې اسلامي امارت بیا په کابل کې واکمن شو او وروسته یې بیا د روان کال په لومړیو کې حکومت ته سپارښتنه وکړه، چې دا پیسې دې د سپتمبر د ۱۱ د تروریستي بریدونو د قربانیانو کورنیو او افغانانو ته د بشردوستانه مرستو په برابرولو مساوي ووېشل شي.

عاصم افتخار ویلي، چې د افغانستان شتمنیو خوشې کول باید له شرط پرته خوشې نشي.

نوموړي دغه راز يادونه کړې، چې امريکا تېر کال له افغانستان سره ډېرې بشري مرستې کړې دي.

افتخار پاکستان ته د امریکا د مرکزي قومندانۍ د مشر جنرال مایکل کوریلا وروستي سفر او نورو دوه اړخیزو مصروفیتونو ته په نغوته کې وویل، چې د هغه هېواد پر دوه اړخیزې اجندا سربېره دواړو لوریو د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړې.

Trending

Exit mobile version