تازه خبرونه
پاکستان بیا د سولې په دریدلو خبرو کې د منځگړیتوب وړاندیز وکړ
د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف ويلي؛ حکومت یې هڅه کوي، چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دریدلې خبرې بیا پیل کړي.
نوازشریف په اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ اسلام آباد یو ځل بیا تیار دی، چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د خبرو منځگړیتوب وکړي.
په وروستیو درې ورځو کې څو نورو پاکستانيو چارواکو هم ویلي، چې که افغانان موافق وي؛ پاکستان تیاردی، چې د دواړو خواوو د خبرو منځگړیتوب وکړي.
له بلې خوا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي؛ پاکستان دې لومړى په خپله خاوره کې هغه ترهگرې ډلې وځپي، چې د افغانستان پر ضد يې د جگړې اعلان کړى، وروسته به بیا ورسره د سولې په اړه بحث شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ دغه څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې په دې وروستيو کې د پاکستانيو چارواکو له خوا څو څو ځله د افغان سولې په بهیر کې د همکارۍ او زمينې جوړولو وړانديزونه شوي دي.
پاکستان د جولای په اوومه په مري ښارگي کې د لومړي ځل له پاره د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازیو د لومړنیو مخامخ رسمي خبرو امکان برابر کړ، چې په کې د جولای په یودېرشمه د دوه یم پړاو خبرو پرېکړه وشوه او حتا پر اوربند د جوړجاړي احتمال مطرح شو؛ خو د ملا محمد عمرمجاهد د مړینې د اعلان پر سر د طالبانو تر منځ اختلاف د سولې بل پړاو خبرې ناشونې کړې.
له دې مخکې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز، د پوځ مشر جنرال راحيل شريف او د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په خپلو څرگندونو کې د افغان سولې په بهیر کې د همکارۍ ژمنې کړې دي.