تازه خبرونه

پاکستان بې‌اسناده افغان کډوالو ته د جولای تر لسمې د وتلو وروستۍ نېټه وټاکله

د پاکستان کورنیو چارو وزارت ولایتي ادارو، د پولیسو مشرانو او د اسلام‌آباد ادارې ته لارښوونه کړې، چې دا پرېکړه عملي کړي. د جولای له لسمې وروسته به د بې‌اسناده افغانانو پر ضد عملیات پیل شي او هر هغه څوک، چې معتبر قانوني اسناد ونه‌لري؛ وبه‌نیول شي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۹, ۱۴۰۵

پاکستان بې‌اسناده افغان کډوالو ته د جولای تر لسمې پورې له دغه هېواده د وتلو وروستۍ نېټه ټاکلې او چارواکو ته یې سپارښتنه کړې، چې له دې نېټې وروسته په ټول هېواد کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي، چې قانوني اسناد نهلري.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت ولایتي ادارو، د پولیسو مشرانو او د اسلام‌آباد ادارې ته لارښوونه کړې، چې دا پرېکړه عملي کړي. د جولای له لسمې وروسته به د بې‌اسناده افغانانو پر ضد عملیات پیل شي او هر هغه څوک، چې معتبر قانوني اسناد ونه‌لري؛ وبه‌نیول شي.

د جولای له یوولسمې څخه به ولایتي ادارې هره ورځ د کورنیو چارو وزارت ته راپورونه استوي، چې په کې به د موندل شویو بې‌اسناده افغانانو شمېر، د هغوی پر وړاندې ترسره شوي اقدامات او قانوني یا توقیفي وضعیت شامل وي.

د کورنیو چارو وزارت دا عملیات لومړیتوب بللی او د هېواد پر کچه یې په دې اړه د بېړنيو هڅو غوښتنه کړې ده.

دا پرېکړه په داسې وخت کې کیږي، چې د امنیتي اندېښنو له کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي.

پاکستاني چارواکي تل ادعا کوي، چې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه تنظیموي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې پرله‌پسې رد کړې دي.

Trending

Exit mobile version