تازه خبرونه

پاکستان تر جنورۍ پورې یو میلیون ناقانونه کډوال وباسي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲, ۱۴۰۲)

د بلوچستان اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي پرون ( د لیندۍ لومړۍ) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي؛ د ناقانونه بهرنیانو د ایستلو دوه‌یم پړاو پیل شوی او د جنورۍ تر میاشتې پورې به لږ تر لږه یو میلیون بې اسناده کډوال وباسي.

د اوکتوبر له لومړیو تر دې دمه ۳۵۰ زره ناقانونه کډوال، چې ډېري یې افغانان دي یا په خپله خوښه او یا هم جبري وتلي دي.

اڅکزي د پنجشنبې پر سهار په کوټه کې رسنیو ته څرګنده کړې، چې ټولې دولتي ادارې په ایستلو او شړلو کې ښکېل وې او دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر د معلوماتو له مخې؛ تر اوسه له ۱۰۵ زره ډېر کسان د سپین بولدک له لارې ایستل شوي او په دې کرښه کې د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره درې نورې لارې هم فعالې شوې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له دې مخکې په يوه ورځ کې ۷۰۰۰ ایستل کېده؛ خو اوس دغه شمېر ١٠زره ته لوړ شوى دى.

د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د غیر قانوني افغان مهاجرینو ایستل پیل کړي او د رسمي څرګندونو له مخې تر اوسه له ۴۰۰ زره ډېر افغان کډوال تلي او یا هم ایستل شوي دي.

Trending

Exit mobile version