تازه خبرونه
پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګاز او نفتي توکو د ترانزیت طرحه منظوره شوه
Last Updated on: چنګاښ ۴, ۱۴۰۲
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې: د اقتصادي مرستیالۍ اقتصادي کمیسیون پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګاز او نفتي توکو د ترانزیت طرحه، چې د ترانیت ملي کمیتې تائید کړې؛ د یوې ازمایښتي دورې لپاره منظوره کړه.
ویل کیږي، چې دغه طرحه د اقتصادي ودې او ترانزیت د ۍه کېدو لپاره جوړه شوې، چې له مخې به یې له مرکزي اسیا څخه سویلي اسیا ته د ګاز او نفتي توکو په ترانزیت کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له هغو سوداګرو، چې غواړي له ترکمنستان څخه پاکستان ته مایع ګاز او نفتي توکي ولېږدوي غوښتنه کړې، چې د خپلو اسنادو د بشپړولو لپاره دې دغه وزارت ته ورشي.
دغه وزارت ټینګار کړی، چې له شمال څخه سویلي اسیا ته د ګاز او نفتي توکو لېږد نه یوازې د هېواد سوداګري نهمحدودوې، بلکې د ملي عوایدو د لوړولو ترڅنګ د ترانسپورت او بار وړلو سکتور غښتلی کوي او هېوادوالو ته کاري زمینه هم ورسره برابریږي.
د افغانستان له لارې سویلي آسیا ته د مرکزي اسیا د ګاز او نفتي توکو له ترانزیټ سره به د ملي عوایدو په کچه کې زیاتوالی راشي او سربېره پردې به د هېواد د ترانسپورت سکټور هم وده وکړي او هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.
