تازه خبرونه

پاکستان ته د بېلابېلو وسلو د قاچاق مخه ونيول شوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت پوځي چارواکو په ډاګه کړې، چې د ننګرهار په دربابا ولسوالۍ کې یې ځواکونو پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیولې ده.

باختر آژانس د خالد بن وليد د ٢٠١ سيلاب قول اردو د وياند وحيدالله محمدي د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې په دې ليږدوونکيو وسلو کې ٣٤ ميله سپکې او درندې وسلې شته.

وحیدالله محمدي زیاته کړې؛ يو قاچاق وړونکى هم د امنیتي ځواکونو له لوري نيول شوى دى.

له دې مخکې هم اسلامي امارت پاکستان ته د وسلو د قاچاق وړونکیو له نیولو خبر ورکړی و.

ویل کېږي، چې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته د د وسلو په ګډون د یو شمېر پوځي تجهیزاتو یوه برخه د پاکستان په ګډون بېلابېلو ګاونډ هېوادونو ته قاچاق شوې دي.  

Trending

Exit mobile version