تازه خبرونه
پاکستان ته د جاسوسۍ پر تور پېنځه کسیزه ډله نیول شوې
د ملي امنیت عملیاتي ځواکونو په پکتیا کې یوه پېنځه کسیزه ډله د پاکستان استخباراتو ته د جاسوسۍ پر تور نیولې، چې له طالبانو او حقاني شبکې سره یې اړیکې لرلې.
د ملي امنیت عمومي ریاست په ډاګه کړې؛ د پاکستان له ستخباراتي شبکې ای اس ای سره د اړیکو مسول نقیب الله یا عبدالحی، چې په افغانستان کې یې له طالبانو سره په همغږۍ د موخه ییزو وژنو او نښلیدونکیو ماینونو د ځای پر ځای کولو دنده لرله له ۴ نورو کسانو سره یو ځای په پکتیا کې نیول شوي دي.
د ملي امنیت د څرګندونو له مخې؛ نقیب الله د پاکستان په کراچۍ کې د ای اس ای له دوه افسرانو سره لیدلي او په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې د موخه ییزو وژنو او ماینونو د چولو دنده ورته سپارل شوې وه.
یاد ریاست ټینګار کړی، چې دغې ډلې له طالبانو سره په همغږۍ او همکارۍ کې د آی اس آی په سپارښتنه موخه ییزې وژنې او ترور تر سره کاوه.
