نړۍ
پاکستان ته د ۶ میلیارد ډالرو د ورکړې پروګرام بیا پیلوو – د پیسو نړیوال صندوق
د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) نن (دوشنبه د تلې لومړۍ) په ډاګه کړې؛ له پاکستان سره هوکړې ته رسېدلي، چې له مخې به یې د شپږ میلیارډ ډالرو پروګرام بیا پیل شي.
د یاد صندوق د څرګندونو له مخې؛ پاکستانيو چارواکو او د پیسو نړیوال صندوق کارکونکي د بیاکتنې شپږم پړاو بشپړولو لپاره پر اړتیا وړ پالیسیو او اصلاحاتو هوکړې ته رسیدلي دي.
سرچینې په ډاګه کړې؛ دغه هوکړه لیک به د پخوانیو هڅو په ځانګړي توګه د مالي او اداري اصلاحاتو له پلي کېدو وروسته د اجرائیوي بورډ له خوا تصویب شي.
پاکستان په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د پیسو نړیوال صندوق د ۶ میلیارډ ډالرو د ورکړې په پروګرام کې ونیول شو؛ خو تر اوسه دا بهیر په ټپه ولاړ دی.
له دې مخکې پاکستانيو چارواکو ویلي وه، چې هېواد یې د دغه پروګرام د بیا خوندي کولو هڅې پیل کړي؛ خو د کرونا ویروس له خپرېدو سره په مبارزه کې ښکېل پاتې شوو.
پاکستانيو چارواکو ویلي، چې اسلام آباد باید د مرکزي بانک د قوانینو د خپلواکۍ په ګډون په پېنځه برخو ؛ د مالي معافیتونو له منځه وړل او د انرژۍ د تعرفو په زیاتوالي کې اصلاحات او تعدیلات رامنځته کړي.
د پاکستان د مالیې وزارت ویاند ویلي، دغه هوکړه د پاکستانيو چارواکو او د پیسو نړیوال صندوق تر منځ له ۴۵ ورځو خبرو اترو وروسته رامنځته شوې ده.
د پاکستان د مالیې وزارت ویاند ویلي، دا به ډېري ابهامات له منځه یوسي.
