تازه خبرونه
پاکستان ته په منسوبو هوايي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي – ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق د دې ټولنې په ورځنۍ خبري غونډې پر مهال ویلي، په افغانستان کې واکمنو چارواکو د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د څو هوايي بریدونو له ترسره کېدو خبر ورکړی، چې د ملکي وګړو کورونه یې پر نښه کړي دي.
ملګرو ملتونو ویلي؛ پاکستان ته په منسوبو هوايي بریدونو کې د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو د بېلابېلو سیمو لږ تر لږه د ۱۱ ماشومانو، یوې ښځې او یو سپینږیري په ګډون ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق د دې ټولنې په ورځنۍ خبري غونډې پر مهال ویلي، په افغانستان کې واکمنو چارواکو د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د څو هوايي بریدونو له ترسره کېدو خبر ورکړی، چې د ملکي وګړو کورونه یې پر نښه کړي دي.
هغه له ټولو ښکېلو لوریو وغوښتل؛ د بشري نړیوالو قوانینو او بشري حقونو په اړه پخپلو ژمنو ټینګ پاتې شي او ټینګار یې کړی، چې ملکي وګړي او ملکي ودانیز جوړښتونه باید په هر ډول شرایطو کې خوندي وساتل شي.