تازه خبرونه

پاکستان خپلې ترانزیتي لارې له افغانستان سره وتړلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د چمن پوله

پاکستان د امنيتي گواښونو پر لامل له افغانستان سره خپلې ټولې ترانزیتي لارې تر نامعلوم وخته وتړلې.

پاکستانيو چارواکو رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د تورخم په ګډون ټولې سرحدي دروازې  به د عامو خلکو، سوداگريزو چارو او هر ډول تلو راتلو تر نا معلوم وخته تړلې وې

پاکستان دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې تېره شپه د سند په سيون سيمه کې د لعل شهباز قلندر پر زيارت خونړۍ چاودنې ۷۲ کسان ووژل او له دوه سوه ډېر يې ټپيان کړل.

پاکستانيو رسنيو څرګنده کړې، چې د دغه بريد پړه داعش ډلې منلې ده.

د پاکستان لوی درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه ويلي، چې ترهگر يو ځل بيا په افغانستان کې د پاکستان پر ضد خپل پلانونه جوړوي او هڅه کوي، د خپلو فعاليتونو له کبله پاکستان ناامنه کړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت هم په ډاګه کړې، چې تېره ورځ يې اسلام آباد کې د افغان سفارت شازدافير عبدالناصر يوسفی ورغوښتی و او په افغانستان کې يې د پاکستان دښمنو ځواکونو د فعاليت په اړه خپلې اندېښنې ورته وړاندې کړې وې.

د پاکستان پوځي چارواکو د وروستيو بريدونو اوچاودنو په اړه ويلي، چې دغه بريدونه له افغانستان څخه اداره کېږي او په وينا يې د دوی مخالفين په افغانستان کې خوندي ځايونه لري او له دغه ځايه دلته بريدونه کوي.

Trending

Exit mobile version