تازه خبرونه
پاکستان داعشیانو ته نوي مرکزونه جوړوي
د افغانستان ملي امنیت شورا یو لړ داسې اسناد تر لاسه کړي، چې پاکستان په خپله خاوره کې داعشیانو ته نوي مرکزونه او پناځایونه جوړوي.
د هېواد د ملي امنیت شورا مشاور محمد حنیف اتمر وایي، پاکستان هڅه کوي، چې د داعش د تور رنګه بیرغ تر ملاتړ لاندې د افغان ځواکونو په وړاندې نوې جګړه پیل کړي.
د امنیت شورا سلاکار په ننګرهار، کنړ او نورستان کې له طالبانو سره دالقاعدې خواخوږۍ او فعالیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: افغان حکومت دا فعالیتونه په زیرڅاري او پرهغوی هوايي ګوزارونه کوي. هغه وویل افغانستان به د بهرنیواورپکوهدیره شي او هیڅکله به هغوی بریالي نه شي.
د ملي امنیت مشاور ټینګار کوي، چې افغان حکومت به د داعش د وروستۍ ځالې تر ورانولو خپله مبارزه کوي.
ده وویل د یادو وسلوالوموخه یوازې افغانسان نه، بلکې روسیه، چین، هند او ځینې نور هېوادونه دي.هغه وايي د مخنیوي له پاره یې د یادو هېوادنو یوې اجماع ته اړتیاده او د همدې له پاره به روسیې ته سفر کوي.