1393ټاكنې
پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي -زلمي خلیلزاد
د روان زیږدیز کال د لومړۍ میاشتې له لومړۍ نېټې راپدېخوا په اسلام اباد کې د پاکستان پولیسو د استوګنې د قانوني اسنادو د نلرلو پر پلمه سلګونه افغان کډوال نیولي، چې ځینې یې بېرته خوشې کړي؛ خو ډېر شمېر یې د تورخم له لارې افغانستان ته اړولي دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د مرغومې پر اتلسمه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره په خپل هېواد کې ناقانونه چلند پای ته ورسوي.
د روان زیږدیز کال د لومړۍ میاشتې له لومړۍ نېټې راپدېخوا په اسلام اباد کې د پاکستان پولیسو د استوګنې د قانوني اسنادو د نلرلو پر پلمه سلګونه افغان کډوال نیولي، چې ځینې یې بېرته خوشې کړي؛ خو ډېر شمېر یې د تورخم له لارې افغانستان ته اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت په دې ښار کې د شاوخوا ۸۰۰ افغان اتباعو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې او د بشري حقونو له بنسټونو یې غوښتي، چې سمدستي دې په دې برخه کې مداخله وکړي.
