تازه خبرونه

پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه بېرته واخلي – د بښنې نړیواله ټولنه

Published

on

د بښنې نړیوالې ټولنې د غیر راجستر شويو افغان کډوالو د جبري شړلو لپاره د پاکستان حکومت له ضرب الاجل ( د تلې له لسمې / د نومبر له لومړۍ نېټې ) مخکې د سې شنبې پر ورځ وغوښتل، چې سمدستي دې په دې اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د بښنې نړیوالې ټولنې مشر دیپروس موچینا ویلي؛ د بښنې نړیواله ټولنه له پاکستان څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې د سبا لپاره د ټاکل شوي نېټې دمخه د غیر راجستر شويو افغان کډوالو پر زوره د ایستلو پرېکړه بېرته واخلي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستان باید خپل په دې اړه نړیوال قانوني مکلفیتونه پوره کړي او پر زور د نه ستنولو اصول ومني. دوی دې د افغان مهاجرینو په وړاندې د سپکاوي، ځورونې او نیولو مخه ونیسي.

دیپروس موچینا  زیاته کړې؛ د افغان کډوالو ژوند او حقونه د پاکستان د حکومت او نړیوالې ټولنې د ګډې ناکامۍ له کبله له خطر سره مخ دي اودا د منلو وړ نه‌ده.

د بخښنې نړیوال سازمان هم پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان کډوالو د کوربه‌توب لپاره له پاکستان سره مالي مرسته وکړي او د هغو کسانو د خوندیتوب لپاره مسوولیت پرغاړه واخلي، چې په افغانستان کې له تاوتریخوالي  تښتېدلي دي.

د دې ډلې د څرګندونو له مخې؛ له یو اعشاریه څلور میلیون ډېر کډوال د هغه ځای څخه د شړلو له خطر سره مخ دي، چې پناه یې اخیستې او دا کور ګڼي.

د بخښنې نړیوالې ټولنې په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې: د پاکستان لپاره اوس هم وخت شته، چې  ناورین د مخنیوي لپاره چټک عمل وکړي؛ ځکه کورنۍ بې کوره شوي، معیشت او لومړنيو خدماتو ته لاسرسی نه‌لري او د ژمي له سختو میاشتو سره مخ دي.

د بښنې نړیوالې ټولنې له دې مخکې په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول مستند کړي دي.

په تېرو دولس میاشتو کې د بښنې نړیوالې ټولنې د پاکستان حکومت ته لیکونه هم لیږلي، چې د افغان مهاجرینو د راجستریشن د ځنډ، ځورونې او تبعیض په اړه یې اندېښنې راپورته کړې دي.

تېره اوونۍ د بښنې نړیوالې ټولنې د پاکستان لومړي وزیر ته یو پرانیستی لیک ولیکه او له هغه یې وغوښتل، چې پر زور افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پرېکړه بېرته واخلي.

Trending

Exit mobile version