تازه خبرونه

پاکستان دې د افغان کډوالو ځورونه او اجباري شړل ودروي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان حکومت وایي، پاکستان دې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو ځورونه او اجباري شړل ژر ودروي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایی، د دوشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د پاکستان له سفیر سره ولیدل او له دغه پاکستاني دیپلومات نه وغوښتل شول چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورونه، نیونه او اجباري شړل ودرول شي.

دغه راز په پاکستان کې د افغانستان سفیر د پاکستان له لومړي وزیر سره لیدنه کې ورته غوښتنه مطرح کړې ده.

نوموړی همدا راز زیاتوي چې څلورویشت دیپلوماتان چې د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې یولس سفیران هم په کې شامل دي، د پاخه عمر په دلیل له دندو ګوښه کړای شوي دي.
په پاکستان کې په وروستیو کې د افغان کډوالو د ځورولو په تړاو اندیښنې زیاتې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني همدا راز په ځینو هېوادونو کې د افغان دیپلوماتانو د ګوښه کولو په اړه وویل، دغه کسان له دې امله چې عمر یې لوړ شوی، له دندو ګوښه او تقاعد شوي دي.

دی وایي، دغه کسان یو کال مخکې تقاعد ته سوق شوي وو، خو د پخواني ولسمشر د فرمان له مخې، کاري موده یې یو کال نوره هم غځیدلې وه چې دغه موده هم بشپړه شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت همدا راز وایي، ژر به ایران ته د ولسمشر د کېدونکي سفر نیټه مشخصه شي.

خبریال: حمید صدیقی

Trending

Exit mobile version