تازه خبرونه
پاکستان دې د لفظي ناندرو او رسنیزو څرګندونو پر ځای د ستونزو عوامل ولټوي – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د پاکستان د ستراتیژیکو څېړنو انستیتیوت د مشر پر مشرۍ له یوه پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې د ناندرو او رسنیزو څرګندونو پر ځای دې د ستونزو عوامل ولټول شي.
د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې؛ امیرخان متقي په دې کتنه کې ویلي، افغانستان او پاکستان ډېر ګډ ارزښتونه لري؛ له همدې کبله د دوی ترمنځ اړیکې د همغږۍ پر بنسټ ولاړې دي.
نوموړي دا هم ويلي، چې ځينې ستونزې د دواړو لوریو اړيکې زيانمنوي؛ نو د ناندرو او رسنيزو څرګندونو پر ځاى بايد د يادو ستونزو لاملونه ولټول شي.
هغه زیاته کړې، په افغانستان کې سوله او ثبات د اسلامي امارت ستر هدف و، چې اوس ترلاسه شوی او په سیمه کې سوله او ثبات هم د اسلامي امارت هیله ده.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، اسلامي امارت له پاکستان سره په سوداګریزو اړیکو کې ډېر پرمختګ کړی او د افغانستان جغرافیایي موقعیت ډېر فرصتونه رامنځته کړي، چې باید ګټه ترې پورته شي.
امیر خان متقي ټینګار کړی؛ اسلامي امارت ژمن دی او دا ډاډ ورکوي، چې د افغانستان له خاورې به هیچا ته زیان ونه رسیږي.
هغه دا هم ویلي، چې افغانستان او پاکستان باید د یو بل پر ښه نیت شک ونهکړي او د هر راز ننګوونکیو مسلو له راپورته کولو باید ډډه وشي.
دغه راز د پاکستان د ستراتیژیکو څېړنو انستیتیوت مشر سهیل محمود ویلي، چې د اسلامي امارت له راجوړیدو سره د وینې تویېدنې مخنیوی شوی، په افغانستان کې ټولیز امنیت خوندي دی، پر نشهیي توکو بندیز پلی شوی، اداري فساد له منځه وړل شوی، اقتصادي چارو ته پاملرنه او نور مثبت پرمختګونه هم د ستاینې وړ دي.
هغه په پاکستان کې د امنيتي حالاتو اړوند پېښو او امنیتي انديښنو ته په نغوته کې ويلي؛ هيله لرو، چې موجوده ستونزې به د همغږۍ او خبرو له لارې اوارې شي.