تازه خبرونه

پاکستان دې په نړۍ کې منزوي شي- خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان، عراق او ملګروملتو کې د امریکا پخوانی سفیر افغان النسل زلمی خلیلزاد وايي؛ امریکا باید د پاکستان پر ضد داسي پالیسي غوره کړي، چې دا هېواد په نړۍ کې منزوي شي.

ښاغلي خلیلزاد له تایمز اف اندیا ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې یې پاکستان ؛ځکه په کلکه وغانده، چې د تروریستي ډلو ملاتړ کوي.

ده همداراز وویل، د امریکا متحد ایالتونه باید ګام په ګام اقدام وکړي او پاکستان ته دا پیغام ورسوي، چې که د تروریستانو له ملاتړه لاس نه اخلي د شمالي کوریا په څیر به په نړۍ کې منزوي شي.

ښاغلي خلیلزاد همداراز ویلي د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کیدو راوروسته هغه وخت راورسید، چې پر پاکستان د پوځي– ملکي مرستو د ځنډولو په وسیله فشار راوړل شي او د پیسو د نړیوال صندوق له لوري پاکستان ته د مالي مرستو د بندولو په ګډون د دغه هېواد د منزوي کولو لپاره هلې ځلې وشي.

Trending

Exit mobile version