تازه خبرونه
پاکستان د افغانانو لپاره د ویزو ترلاسه کول آسانه کوي
په افغانستان کې د پاکستان نوي سفیر منصور احمد خان ویلي، پاکستان په پام کې لري، چې د افغان زد کوونکیو، سوداګرو، پانګوالو او ناروغانو لپاره د ویزې د تر لاسه کولو په چارو کې آسانتیاوې رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ د پاکستان حکومت ژمن دی، چې د افغانستان خلکو ته نورې ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي. د ویزې په سیستم آسانتیاوې لومړیتوب لري.
هغه زیاته کړې: ما د هغو لارښوونو او سپارښتنو وروسته، چې مشرانو پرې له افغانستان سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی؛ خپل کار پیل کړ.
هغه په کابل کې د پاکستان د نوي سفیر په توګه زیاته کړې؛ د دوی لومړیتوب د افغانانو په ځانګړي توګه زدکوونکیو، ځوانانو او سوداګرو لپاره د آسانتیاو برابرول دي.
د پاکستان اکسپریس تریبیون د یوه پاکستاني چارواکي د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د ویزې نوې مسوده وروستۍ شوې او کابینې ته د تصویب لپاره استول شوې ده.
هغه ویلي، چې زدکوونکیو، سوداګرو، پانګوالو او لیدونکیو ته د رادننه کیدو لپاره اوږدمهاله ویزې ورکول کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د تورخم له لارې به د ناروغانو لپاره ویزې هم ورکړشي.
په کابل کې د پاکستان سفارت چارواکو ویلي، چې دوی د کرونا ویروس له خپریدو مخکې افغانانو ته ورتګ ۲۰۰۰ ویزې د ورځې ورکولې.
پاکستان تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې منصور احمد خان به په کابل کې خپل د دوی نوی سفیر وي.
منصور احمد خان، چې یو وتلی دیپلومات دی، کابل ته له روانیدو مخکې يې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل.
هغه د قطر په دوحه کې د خپلمنځی خبرو د پیل له پرانستونکې غونډې یوه ورځ مخکې د جمعې پر ورځ کابل ته راغلی دی.
په کابل کې د پاکستان نوي سفیر منصور احمد خان له دې مخکې په ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو کې د اسلام آباد د دایمي استازي په توګه دنده ترسره کړې.