تازه خبرونه

پاکستان د افغانستان او ایران پر پلیو مسافرو بندیز لګولی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۰)

پاکستان د یکشنبې پر ورځ( د وري ۱۲) د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په هڅه کې د ګاونډ هېوادونو افغانستان او ایران پر پلیو مسافرو د تګ راتګ بندیز لګولی دی.

دا پرېکړه به د می له ۴ څخه تر ۲۰ /  د غویی له ۱۴ تر ۳۰ پورې د پام وړ وي او یوازې پاکستانی وګړي او هغه ناروغان، چېبیړنیو مرستو ته اړ دی؛ له دواړو هېوادونو څخه ورته د راتېرېدو اجازه ورکول کیږي.

د ترکیې انادولو نیوز څرګنده کړې، چې د درې واړو هېوادونو ترمنځ بندرونه به د سوداګریزو توکو او کارګو د لېږد رالېږد لپاره ټوله اوونۍ پرانستې وي.

د حکومت په رسنیزې څرګندونې کې راغلي: د کرونا ویروس د نوې څپې د خپرېدو له کبله پاکستان د افغانستان او ایران سره د ځمکني تګ راتګ د مدیریت پر اوسنۍ پالیسۍ بیاکتنه کړې، چې په بندرونو کې دننه د کرونا ویروس د پروتوکول پربنسټ تګ راتګ تنظیم شي.

د انادولو د څرګندونو له مخې؛ پاکستان په دې وروستیو کې د بریټانیا، برازیل او سویلي افریقا د کرونا ویروس بڼې موندلي او د مخ له زیاتېدو یې وېره لري.

دغه راز ېې له هندوستان څخه هم ځمکنی او هوايي سفر بند کړی دی؛ ځکه، چې ناروغۍ او مړینې یې د روغتیایي پاملرنې سیسټم هم تر اغېز لاندې راوستی دی.

پاکستان پرېکړه کړې، چې د کرونا ویروس د پروتوکول له مخې له ایران او افغانستان سره په بندرونو کې نه یوازې روغتیايي پاملرنه ډېره کړي، بلکې ترافیک هم وڅاري.

په پاکستان کې تګ راتګ کوونکي به د انټي ژن ګړندۍ آزموینه تر سره کوي او هغه پاکستاني وګړي، چې مثبت آزمیښت شوي؛ د قرنطین نږدې مرکزونو ته لیږدول کیږي.

هغه پلي کسان، چې مثبت آزموینه ولري؛ بېرته خپل هېواد ته استول کیږي.

د یادونې ده، چې پاکستان د ۱۸۰۷۰ کسانو د مړینو په ګډون ۸۲۹۹۳۳ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

Trending

Exit mobile version