تازه خبرونه
پاکستان د افغانستان خلکو ته د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یوه غږیز پیغام کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
عمران خان څرګنده کړې؛ په افغانستان کې یو لوی بشري ناورین رامنځته کېدونکی دی، چې نه یوازې به افغانستان او ګاونډ هېوادونو ته ناوړې پایلې ولري، بلکې دا هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو لپاره خوندي سیمه شي.
عمران خان زیاته کړې: مونږ اړتیا لرو، چې اوسنی حکومت پیاوړی او د افغانستان د خلکو لپاره باثباته کړو.
دغه راز د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش ویلي، چې افغانستان د بشري ناورین په درشل کې دی او ملګرو ملتونو پرېکړه کړې، چې له اسلامي امارت سره ملګرتیا وشي.
عمران خان دا هم ویلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه سمه هڅه کړې ده.
هغه ویلي؛ تاسې باید په دې اړه نړیواله ټولنه نوره هم وهڅوئ، چې پدې اړه ډاډمن ګامونه پورته کړي.
د پاکستان لومړي وزیر څرګنده کړې، چې اسلامي امارت به خپل مکلفیتونه هم پوره کړي.
هغه وایي: د هغه څه، چې طالبانو(اسلامي امارت) یې ژمنه کړې؛ بشري حقونو ته درناوی وکړي او یو ټولمنلی حکومت به جوړ کړي. دغه راز به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د ترهګرو لخوا وکارول شي. دوی ټول بخښلي دي. که نړیواله ټولنه دوی وهڅوي، چې په دې (ناسته) کې وینا وکړي؛ دا به د ټولو لپاره بریالۍ هڅه وي.
