تازه خبرونه

پاکستان د افغانستان د سفارت مرستیال احضار کړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له چارسمبالي حکومت څخه غوښتي، چې د دغه برید په اړه ژر تر ژره پوره څېړنه وکړي.

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان د سفارت مرستیال د خیبر پښتونخوا د ۸ سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې احضار او له دې هېواده د ارزونې غوښتنه وشوه، چې څنګه وسلهوال له پولې راتېر او پر پوځي مرکز یې برید وکړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې په اسلام‌آباد کې یې د افغانستان د چارسمبالي حکومت د سفارت مرستیال د خیبر پښتونخوا د بنو پر پوځي اډې د شوي برید په غبرګون کې احضار شوی دی.

د چارشنبې پر ورځ ( د چنګاښ اووه‌ویشتمه) د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه برید په اړه یې خپل سخت اعتراض د افغانستان سفارت مرستیال ته رسولی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي؛ په اسلام‌آباد کې د چارسمبالي حکومت د سفارت مرستیال په خیبر پښتونخوا ایالت کې د تحریک طالبان پاکستان د قومندان حافظ ګل بهادر د وروستي برید له کبله د چارشنبې پر ورځ احضار شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له چارسمبالي حکومت څخه غوښتي، چې د دغه برید په اړه ژر تر ژره پوره څېړنه وکړي.

ویل کیږي، چې څو ورځې مخکې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په برید کې د دغه هېواد له اتیا ډېر پوځیان وژل شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه ویلي ندي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ هیڅ ډلې ته اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډ هېوادونو پر ضد وکاروي.

اوند خبرونه: 

د افغانستان له خاورې د ترهکریزو بریدونو مخنیوی د تعامل لومړیتوب دی – امریکا

پاکستان ولې له افغانستان سره په پوله کې د ترهګرو د راتګ مخنیوی نه‌کوي؟

Trending

Exit mobile version