تازه خبرونه
پاکستان د افغانستان د مسلې سیاسي حل غواړي – قریشي
شاه محمود قریشي د پاکستان په چارو کې د ولسمشر غني له ځانګړي استازي محمد عمر داوود زي سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د سیاسي حل لارې په لټه کې دی او ټول لوري باید د سولې په بهیر کې مسوولیت منونکي وي.
په دوحه کې د سولې خبرو د دوه یم پړاو له پیلېدو سره جوخت د افغان حکومت جګپوړیو چارواکو د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.
د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي اسلام آباد ته سفر کړی او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې کتلي دي.
په دې لیدنه کې شاه محمود قریشي د افغانستان پر اوسني وضعیت اندېښنه ښکاره کړې او ټینګار یې کړی ، چې د دوحې خبرې باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت سبب شي.
د پاکستانيو پوځیانو په افغانستان کې د یوې سیاسي احتمالي تشې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د پاکستاني پوځ ویاند بابر افتخار د پوځ په قومندانۍ کې یوې خبري ناستې ویلي، چې پاکستان د طالبانو له بیا واک ته له رسېدو ملاتړ نکوي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د خپل روسي سیال په بلنه مسکو ته تللی دی.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا سفر د افغانستان د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا، له ترهګرۍ سره د مبارزې او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه شوی دی.
د پاکستان پوځ همدارنګه افغان حکومت تورن کړی، چې د هغو ډلو ملاتړ کوي، چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه تر سره کوي. دا هغه ادعا ده، چې په ځلونو افغان حکومت رد کړې ده.