تازه خبرونه
پاکستان د افغانستان زلزله ځپلیو ته د مرستې دوه یمه ټولګه راولېږله
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د جمعې پر ورځ د افغانستان د زلزله ځپلیو کورنیو لپاره اته نورې لارۍ له مرستو ډکې راولېږلې.
د پاکستان د حکومت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې لخوا راټوله شوې مرسته افغان چارواکو ته سپارل شوې ده.
په دې ټولګه کې خېمې، ترپالونه، کمبلې او بېړني درمل شته.
دغه راز ویل شوي؛ پاکستان ژمن دی، چې افغان وروڼو ته مرسته رسول روان وساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د چارشنبې پر ورځ د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ۶.۱ درجې زلزلې له رامنځته کېدو وروسته، چې له ۱۰۰۰ ډېر کسان په کې مړه شول او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل خپلې اته لارۍ مرستې راولیږلې.
