تازه خبرونه

پاکستان د افغانستان پر روان وضعیت اندېښمن دی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲, ۱۴۰۰)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د ځواک پر زور د واک خپلول د افغانستان په ګټه ندي.

هغه په دې اړه ویلي: نړۍ دې پایلې ته رسیدلې، چې د افغانستان د روان جنګ لپاره پوځي حل نشته او د زور له لارې پر افغانستان  برلاسي کېدل د هغه هېواد په ګټه ندي.

قریشي زیاته کړې: هلته به جګړه او ویېدنې وي او مونږ د افغانستان زیانمنېدل نه، بلکې ښه راتلونکې یې غواړو.

هغه ویلي: زما پر اند؛ کله، چې ما د افغانستان له خلکو سره ولیدل، هغو سوله غواړي او له جګړې ستړي شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې افغانستان یو داسې مشر ته اړتیا لري، چې سولې ته یې د رسولو مشري وکړي.

حهه په ډاګه کړې؛ نن که طالبان ټینګار کوي، چې اسلامي امارت غواړي او اشرف غني وایي، چې  جمهوري او هوکړې ته سره ونه رسیږي. د افغانستان راتلونکې به څه شي؟! افغانان د خپل د خپل نن په اړه فکر کوي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې پاکستان به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا د اډو کوربتوب ونکړي.

هغه وایي: دا مسله تړل شوې او د اسلام آباد دریځ روښانه دی؛ مونږ به د سولې لپاره همکاري کوو، نه په جګړه کې.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې (مسلې) وخت تېر شوی، دا پای ته رسیدلې او دا په ډاګه شوې او یوه پالیسي ده.

Trending

Exit mobile version