تازه خبرونه

پاکستان د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو اړیکو ډلې د جوړېدو خڼد شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۶, ۱۴۰۳)

د پاکستان “ایکسپرس ټریبیون” ورځپاڼې څرګنده کړی، چې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو اړیکو ډلې د جوړولو وړاندیز د ځینو هېوادونو د شاملېدو پر سر د اختلافاتو له کبله له خنډونو سره مخ شوی دی.

په فبرورۍ میاشت کې د افغانستان په اړه د دوحې له کنفرانس وروسته د سیمه‌ییزو اړیکو ډلې د جوړولو وړاندیز د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټرش له‌خوا وړاندې شوی و.

یاده ډله د افغانستان له نږدې ګاونډیانو او نورو اړوند اړخونو جوړېږي؛ خو ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د یوشمېر سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې په سیمه‌ییزو اړیکو ډله کې د هند له ګډون سره د پاکستان مخالفت د کړکېچ لامل شوی دی.

د تاریخ په اوږدو کې پاکستان او هند په افغانستان کې د یو بل رول ته د شک پر سترګه کتلي دي.

په سیمه‌ییزو اړیکو ډله کې د نوي ډیلي له شاملیدو سره د اسلام‌آباد مخالفت د هغه د اوږدې مودې له اندېښنو سرچینه اخلي، چې ګویا هند په افغانستان کې ثبات ته زیان رسوي.

د یادې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ په داسې حال کې، چې له اسلامي امارت سره د پاکستان اړیکې ترینګلې شوي، هند په وروستیو میاشتو کې له کابل سره خپلې اړیکې زیاتې کړې دي.

د سیمه‌ییزو اړیکو ډلې د جوړولو وړاندیز د ملګرو ملتونو د پراخو هڅو د یوې برخې په توګه له اسلامي امارت سره د تعامل او همغږۍ د ټینګښت لپاره وړاندې شوی دی.

د ملګرو ملتونو یو پلاوی به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي، چې د دوحې د کنفرانس پر پایلو د ټینګار لپاره له اسلامي امارت څخه وغواړي، چې خپل نړیوالې ژمنې تر سره کړي.

ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې یاد پلاوی به کابل ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت د سخت دریځ په اړه خبرداری ورکړي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت له دې مخکې د سیمې او نړۍ سره پر متوازنو سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګار څرګند کړی دی.

Trending

Exit mobile version