تازه خبرونه

پاکستان د افغانستان په اړه د مسکو په امنیتي غونډه کې د نه ګډون په اړه خپل سپیناوی وړاندې کړ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۲, ۱۴۰۱)
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د مسکو په امنیتي غونډه کې د نه‌ګډون په اړه ویلي؛ پاکستان په هغه غونډه کې ښه ونډه لرلی شي، چې په افغانستان کې له سولې سره رغنده مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې پر ورځ په یوه خبري ناسته کې ویلي، پاکستان به د افغانستان په اړه په نورو سیمه ییزو میکانیزمونو او جوړښتونو لکه د مسکو جوړښت او د شانګهای د همکارۍ ټولنې د اړیکو ډله کې پر ورین تندي ګډون وکړي.

هغې زیاته کړې، چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې له خپلو شریکانو سره همکاري روانه وساتي.

د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت شورا د سلاکارانو پېنځمه غونډه د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان لوړ پوړیو امنیتي چارواکو ګډون کړی و.

د پاکستان دان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې دغه هېواد د مسکو په وروستۍ غونډه کې د هند د حضور له کبله ګډون ندی کړی.

Trending

Exit mobile version