سیمه ییز خبرونه

پاکستان د افغانستان په گوشته کې د پاكستانيو هويت پاڼو او راشن وېش پیل کړى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننگرهار د گوشتې ولسوالۍ د سرحدي سیمو ځينې اوسيدونكي وايي:

پاکستانيو ځواکونو د دروازې له لگولو وروسته اوس په سیمه کې د نویو هويت پاڼو(شناخت کارتونو) د وېشلو او خلکو ته د راشن ورکولو لړۍ پیل کړې ده.

دوی وايي:

د پاکستانيو چارواكو لخوا دلگول شوې دروازه د بېرته ليرې کولو اوازې دروغ دي او ځواکونه يې اوس هم په سیمه کې د دیوالونو او دروازې پکار اخته دي.

په ولسي جرگه کې د ننگرهار یو شمېراستازي هم د دې خلکو څرگندونې مني او وايي:

پاکستان دا هرڅه د سیمه يیزو چارو اکو په مشوره کوي.

د ننگرهارولايت د گوشتې ولسوالۍ خلك په هغو سرحدي سیمو کې، چې د پاکستان خوزښتونو زوراخستی وايي، چې:

پاکستان نږدې څوکاله وړاندې هم د گوشتې په ځینو سیمو کې پرخلکو شناخت کارتونه وېشلي ول، خو د نوې دروازې او دیوالونو له جوړولو وروسته يې دا لړۍ چټکه کړې ده.

ځايي استوگن وايي:

هغه څوک، چې شناخت کارت ونه لري له نوې لگول شوې دروازې د اوښتو اجازه نه لري. په همدې لامل خلک اړ شوي، چې شناخت کارت واخلي.

د سرحدي سیمو دغه استوگن په ډاگه كوي، چې پاکستان د ولسمشرحامدکرزي په واکمنۍ کې له ۵۰ کیلومترو ډېره خاوره لاندې کړې او د لاندې کولوپه هڅه کې دی.

د آريانا تلويزيون  سيمه ييز خبريال ښاغلى زيارمل وايي:

د خلکو ددې خبرو د اثبات لپاره مو کړۍ ورځ سیمه ته مزل وکړ، چې دغلته د پاکستان لخوا دلگول شوې دروازې تصویرونه واخلو؛ خو کله، چې د سرحدي پولیسو د څلورم کنډک لومړي ټولې مخې ته ورسیدو افغان سرحدي پولیسو د مخکې تگ اجازه رانه كړه. دغه سرتېري وايي، مرکزي چارواکو ورته ویلي چې رسنیوته اجازه ورنه کړئ، چې له دروازې تصویرونه واحلي.

نوموړي په ډاگه كړې، چې یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط هغه تصويرونه راكړل چې ښيي په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له شتون سره سره د دروازې لگولو چارې گړندۍ روانې دي.

په ولسي جرگه کې د ننگرهار د خلکو استازی حاجي عبدا لظاهر قدیر وايي:

پاکستان داهرڅه د افغان چارواکو په مشوره کوي.

مونږ دوه ورځې پرلپسې هڅه وکړه چې د خلکود دې څرګندونو په اړه په ختیځ کې د سرحدي پولیسو د چارواکو نظرو اخلو؛ خو هیڅوک خبرو کولو ته حاضرنه شول.

د گوشتې خلک دغلته په داسې حال کې د پاکستانيو ځواکونو د نویو خوزښتونو خبرورکوي، چې د ځينو افغان پوځي او ملکي چاروکو وينا پاکستان ورسره منلې، چې لگول شوې دروازه به بېرته ليرې کړي.

افغان ولسمشرامنیتي بنسټونو ته لارښونه کړې، چې د گوشتې په سرحدي سیمه کې د پاکستان له خوا لگول شوې دروازه له منځه یوسي؛ خو تراوسه یې په اړه کوم ځانگړی گام نه دی پورته شوی.

Trending

Exit mobile version