تازه خبرونه
پاکستان د افغانستان کرکت ملي لوبډلې ته بلنه ورکړه
(Last Updated On: ليندۍ ۴, ۱۳۹۹)
چارواکو څرګنده کړې، چې د پاکستان کرکت بورد په رسمي بڼه د افغانستان کرکت ملي لوبډلې ته بلنه ورکړې ده.
پاکستان افغان کرکت ملي لوبډلې ته په داسې حال کې بلنه ورکوي، چې لومړي وزیر عمران خان څو ورځې مخکې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و او له افغان چارواکو سره یې د سولې پر بهیر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.
د پاکستان د کرکت بورد اجرائیه مشر وسیم خان ویلي؛ مونږ غواړو د دې سفر لپاره یوه دروازه خلاصه کړو او که دا سفر په ۲۰۲۱ کې تر سره نشي، نو په ۲۰۲۲ کې به د سیالیو یو پړاو پلان کړو.
هغه زیاته کړې: د افغانستان – پاکستان کرکت سیالۍ د دواړو حکومتونو تر منځ د دوستۍ او سولې پیغام لرلی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان کرکت ملي لوبدله په ۲۰۱۱ کال کې له پاکستان څخه لیدنه کړې ده.