تازه خبرونه
پاکستان د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې له تړون هرکلی وکړ
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په کابل کې د پاکستان سفارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اسلام آباد د افغانانو په مشرۍ د سولې له رښتيني بهیر ملاتړ کوي؛ ځکه، چې د افغانستان خلک سولې ته اړتيا لري.
د پاکستان سفارت ويلي، هېواد يې د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی؛ ځکه، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سيمې او پاکستان په ګټه دي.
پاکستان هيله څرګنده کړې، چې له دې تړون سره به په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي.
د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه ليک تېره اوونۍ په کابل کې لاسليک شوی دی.