تازه خبرونه

پاکستان د افغان ښځینه کډوالو لپاره د المان پرلګښت بورسونه اعلان کړل

Published

on

د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسیون (اچ ای سي) د شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې پاکستان میشتو ښځینه افغان کډوالو ته د آلمان پر بودجوي لګښت د ماسټرۍ بورسونه ورکوي.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي؛ د آلمان علمي خدماتو تبادلې مرکز له ښځینه افغان کډوالو څخه د ماسټرۍ دوه کلن پروګرام بورسونو ته د غوښتنلیکونو د وړاندې کولو غوښتنه کړې، چې وړ نوماندان به ترې د زده‌کړولپاره وپېژندل شي.

بورسونه به بریاليو غوښتونکيو ته اجازه ورکړي، چې د ۲۰۲۴ تعلیمي کال لپاره د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمیسیون له‌خوا پوهنتوني زده‌کړو ته وروپېژندل شي.

دا نوښت، چې د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا فدرالي وزارت له‌خوا یې لګښت ورکول کیږي؛ د ټولو څانګو لپاره بورسونه لري.

افغان ښځینه کډوالې، چې په پاکستان کې اوسیږي او د (POR) د اعتبار وړ کارتونه، چې د ایالتونو او سرحدي سیمو (SAFRON) وزارت لخوا صادر شوي وي؛ د بورسونو لپاره وړ دي او کولی شي د HEC په اوبپاڼه کې د زده‌کړو آنلاین غوښتنه وکړي.

په هر حال، غوښتونکي باید د لیسانس سند ولري او یا د ۱۶ کلونو معادل زده‌کړې یې کړې وي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر روان ساتل شوی او په افغانستان کې له تېرو دوه کلونو راپدیخوا له شپږم پورته ان تر پوهنتوني زده‌کړو پورې د نجونو ورتګ ځنډول شوی دی.

 

Trending

Exit mobile version