تازه خبرونه
پاکستان د انګور اډې پوځي تاسیسات افغانستان ته وسپارل
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اړوند پوځي تاسیسات یې د شنبې په ورځ ناوخته افغانستان ته وسپارل.
د دغه کار موخه د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کیدل او په سرحد کې خلکو ته د تګ راتګ آسانتیاوې برابرول ښودل شوي.
په اعلامیه کې په ډاګه شوې، چې دا اقدام به د افغانستان او پاکستان په ګډ سرحد کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مهم رول ولوبوي.
په دې خبرې باندې بیا ټېنګار شوی، چې د سرحد اړوند هره ستونزه به د سلا مشورو له لارې حل کیږي.
د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه په خپل تویتر کې د انګور اډې د تاسیساتو یو تصویر خپور کړی، چې په کې افغان او پاکستاني پوځیان لیدل کیږي.
دا پوځي تاسیسات د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په اړوند سیمه کې جوړ شوي وه.