تازه خبرونه

پاکستان د اپټا په تړون کې د هند له ګډون سره مخالفت وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر وایي، په اپټا تړون کې د یو ځای کېدو لپاره هند ته په کار ده چې لومړی له پاکستان سره اړیکې ښې کړي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسولین وایی، د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د سیمې هېوادونه باید خپلو کې همکاري وکړي.

نن (د وري ۲۶ مه) په کابل کې د پاکستان د تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو، خو خبره له دغو تولیداتو ور اخوا ولاړه او سیاسي لوری یې خپل کړ.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر چې د دغه نندارتون د پرانیستو لپاره کابل ته راغلی، د اپټا په تړون کې د هند له یو ځای کېدو سره مخالفت وښود.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم د ستګیر:

که هند غواړي چې د اپټا په تړون کي یو ځای شي؛ باید لومړی له پاکستان سره خپلي اړیکې سمې کړي، چې او س خرابی دي. تر هغو چې هند دا کار ونه کړي نو داپټا غړیتوب به ورنکړل شي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، د سوداګریزو چارو د ښه والي لپاره په کار ده چې سیمه ییزه همکاري غښتلې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست مزمل شینواری:

دسیمې هیوادونه باید داقتصادي پرا ختیا په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي تر څو هغه هیوادونه چې تولیدات لري، نورو ته یې معرفي او د پلور لپاره یی ورته مناسب بازار پیدا کړي.

د پاکستان د تولیداتو په دغه درې ورځني نندارتون کې د هغه هېواد د څلویښتو شرکتونو تولیدات په ۶۰ غرفو کې ننداري ته ایښودل شوي.

ټاکل شوې ورته نندارتون په څو راتلونکو ورځو کې په مزار شریف ښار کې هم پرانیستل شي. له هغه ځایه د “ورځنۍ څارنې ناروغان” به

Trending

Exit mobile version