نړۍ
پاکستان د بایدن د اتومي څرګندونو په تړاو د امریکا سفیر احضار کړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ د جوبایدن د څرګندونو په تړاو په اسلام آباد کې د امریکا سفیر احضار کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ويلي؛ پاکستان د اتومي وسلو د خوندي ساتلو لپاره ټول نړیوال معیارونه تعقیب کړي او امریکا باید په دې اړه اندېښنه ونلري.
د امریکا ولسمشر ویلي، چې ښايي پاکستان د نړۍ یو له خطرناکو هېوادونو څخه وي او د دغه هېواد د اتومي وسلو امنیتي تړون یې تر پوښتنې لاندې نیولی دی.
بایدن دغه څرګندونې تېره پنجشنبه د امریکا د بهرنۍ تګلارې د تشریح پر مهال کړې، چې پاکستان یې په غصه کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې وايي، دا رسمي څرګندونې ندي او نه یې ولس او نه هم د امریکا کانګرس ته خطاب کړی دی.
زرداري څرګنده کړې؛ د جوبایدن د اتومي وسلو په اړه د څرګندونو له کبله یې په پاکستان کې د امریکا سفیر دولان بلوم احضار کړی دی.
هغه ټینګار کوي، چې د عمران خان د حکومت له نسکورېدو او د شهباز شریف د حکومت له جوړېدو وروسته د واشنګتن او اسلام آباد اړیکې مخ په ښه کېدو دي.
بلاول بوتو زرداري وایي: زه د بایدن څرګندونو حیران کړم؛ خو ډاډه یم، چې کومه تېروتنه شوې ده. له نېکمرغه ما امریکا ته وروستی سفر درلود او مونږ د دوه اړخیزو اړیکو ۷۵ کلیزه ونمانځله. که د امریکا لخوا دا ډول اندېښنه شتون ولري؛ د بهرنیو چارو وزیر به په دې ناسته کې له ما سره دا خبره مطرح کړې وای.مونږ له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو او هر ډول اندېښنو ته د رسیدو لپاره ډېر ښه پلانونه لرو.
له دې مخکې امریکا د پاکستان د اتومي وسلو د ناامنۍ په اړه اندېښنه ښودلې او حتا د دغه هېواد کانګرس ویلي، چې د ترهګرو لاس ته د پاکستان د اتومي وسلو د لوېدو احتمال هم شته.
که څه هم د شهباز شریف د اغېز له کبله د امریکا او پاکستان اړیکې تر یوه حده ښې شوې؛ خو پاکستاني چارواکي اعتراف کوي، چې امریکا هند په سیمه کې خپل ستراتیژیک متحد ګڼي او امریکا په سختو حالاتو کې یوازې پاکستان ته لاس اوږدوي.