تازه خبرونه
پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن (پنجشنبه د تلې ۲۹) له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسید.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په څرګندونه کې راغلي، چې قریشي به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي وزیر امیر خان متقي او نورو افغان چارواکو سره وویني.
د یادې سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناستې پر مهال به پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د بېلابېلو برخو د همکاریو پر پراختیا خبرې وشي.
دغه راز څرګنده شوې: د بهرنیو چارو وزیر به له دې رامنځته فرصت څخه په سیمه کې د سولې او ثبات په اړوند مسلو کې د پاکستان د اندونو د شریکولو لپاره ګټه پورته کوي. پاکستان، د یوه ورور ګاونډ په توګه تل د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د کرونا ویروس تر پروتوکول لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره لارې خلاصې دي.
دغه وزارت وايي، چې د افغانانو او سوداګریزو چارو د تګ او راتګ لپاره ترتیبات نیول شوي دي.
پاکستان څرګنده کړې: په وروستیو میاشتو کې پاکستان د خواړو او درملو بشري او نورې مرستې کړې دي.
دغه راز ویل شوي، چې د بهرنیو چارو د وزیر سفر د ورور افغانستان له خلکو څخه د پاکستان د ثابت سیاست او ملاتړ ښکارندوي، دوه اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پیاوړي کولو او د خلکو ترمنځ نږدې اړیکو آسانولو لپاره تر سره کیږي.
خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی د قریشي پر مشرۍ راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وایي او دغه راز له پاکستان څخه په راغلي پلاوي کې د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید هم لیدل کیږي.