تازه خبرونه
پاکستان د ترهګرو د روزلو لړۍ چټکه کړې- مسلیمیار
د دوشنې شنبې په ورځ د جلال آباد په شاهي ماڼۍ کې د جنرال زړور ذاهد د فاتحې له مراسمو وروسته د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلیمیار وویل: پاکستان پخپله خاوره کې د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د ترهګرو د روزلو لړۍ چټکه کړې او د جګړې د فشار په پایله کې هڅه کوي پر افغان حکومت خپلې ناسمې غوښتنې ومني.
هغه د پاکستان په اړه د ولسمشر له دریځ ننګه وکړه او د حکومت پر مشرانو یې غږ وکړ، چې دهېواد د بهبود په خاطر له خپلمنځیو اختلافاتو لاس واخلي.
مسلیمیار پاکستان د سیمې او نړۍ لپاره د ترهګرۍ تولیدونکي هېواد وباله او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره په ګډه د پاکستان د دې ناوړه کړنو پرضد لاس پکار شي.
هغه د ټول هېواد حالت نازګ وبللو؛ خو ننګرهار یې د خطر په لوړه کچه کې یاد کړ او له مرکزي حکومت څخه یې غوښتنه وکړه، چې د ننګرهار حالت ته جدي پام وکړي کنه پایلې به یې ناسمې وي.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وویل: زړور ذاهد د ګاونډ هېوادونو د استخباراتو د سترګو اغزی و.
هغه له ولسمشر څخه وغوښتل، چې د ننګرهار د پولیسو اکاډمي د جنرال زړور ذاهد په نوم کړي.
د ننګرهارامنیه قومندان جنرال زړور ذاهد له لوی اختر یوه ورځ وړاندې په حصارک ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
دا په تئېرو پېنځلس کلونو کې لومړی ځل و، چې په ننګرهار کې د نظامي برخې یو ستر جنرال له وسلوالو طالبانو سره په جګړه کې وژل کیږی.
خبریال: رحمت الله زیارمل